د غالیو صنعتي او هستوګنیزو ښارګوټو د ځمکو وېش کړنلارې ورستۍ کېدو ناسته تر سره شوه

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۹:۳۸
کابل

دا ناسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غالیو صنعتي او هستوګنیزو ښارګوټو پروژې امر علي صابري تر مشرۍ لاندې د ملي پراختیا شرکت، د پراختیا زون ادارې، د جمهوري ریاست حقوقي واحد، د جمهوري ریاست د پالیسۍ او سټراټیژۍ ادارې مسوولانو او د دې وزارت د املاک او اسکان رئیس په ګډون د ښاري چارو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.

په سر کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غالیو صنعتي او هستوګنیزو ښارګوټو د پروژې امر علي صابري د ځمکې په وېش کې د یوه ښه میکانیزم شتون، له بنسټیزو تاسیساتو څخه غوره ګټه اخیستنه، د عوایدو راټولولو لپاره د عادلانه سیسټم رامنځ‌ته کول، د ښه کاري چاپېریال برابرول، د افغاني اصیلو غالیو صنعت بیا راژوندي کول، اقتصادي وده او ټولنیزې اسانتیاوې، د دې کړنلارې اصلي موخې وګڼلې او د اړونده ادارو له مسوولانو یې وغوښتل چې د یادې کړنلارې د ښه‌والي لپاره خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ورپسې د اړوندو ادارو مسوولانو د دې پروژې د چارو پر مخ بېولو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هڅو څخه د ستاینې تر څنګ د کړنلارې په اړه بحث وکړ او همداراز د غالۍ صنعتي او هستوګنیزو ښارګوټو په اړه یې خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.

د ویلو ده چې ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یوې باصلاحیته ادارې په توګه د غالیو صنعتي او هستوګنیزو ښارګټو د ځمکې تثبیت، لېږد او سروې، د بنسټیزو چارو پر مخ بېولو او همداراز د هستوګنیزو، سوداګریزو او خدماتي سیمو د وېش چارې مسوولیت پر غاړه لري او د غالۍ سکټور په استازیتوب د غالیو تولیدونکې اتحادیه او د غالۍ صادرونکي د قرارداد یوه برخه ده؛ همداراز د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دې ښارګوټو د وېش او ساتنې مسوولیت پر غاړه لري.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ ورځ 19 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۰
Background image

په سمنګان کې د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د حوادثو د مدیریت ریاست د ودانۍ د جوړېدو له روانو چارو څخه د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري کلینیک ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۲

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري روغتیایي کلینیک د جوړېدو له پروژې څخه. . .

BACK TO NEWS