د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه
1447/10/10
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار د محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوې ده.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې ساختماني چارې د منظور شوو پلانونو او تخنیکي ډیزاین مطابق پر مخ روانې دي او فعالیتونه د ساحوي انجنیر تر نظارت لاندې په منظم ډول ترسره کېږي.
همدارنګه، د کارېدونکو ساختماني موادو لکه سمنټو، شږو، جغل او نورو موادو کیفیت وارزول شو، چې په ټولیز ډول د منل شوو معیارونو سره سم وبلل شول.
د ارزونې پر بنسټ، د وزارت تخنیکي ټیم په ځینو جزئي برخو کې د لا زیات دقت اړتیا په ګوته کړه او د پروژې د چارو د لا ښه والي په موخه یې ساحوي مسؤلینو ته لازم تخنیکي هدایتونه وړاندې کړل، چې پکې د دوامدارې څارنې پیاوړتیا، د معیاري موادو کارول، د خوندیتوب اصولو مراعت او د تخنیکي مشخصاتو دقیق تطبیق شامل دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې ټولې ساختماني چارې باید د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او منظور شوو نقشو مطابق پر مخ یووړل شي، څو د پروژو کیفیت، ټینګښت او پایښت تضمین شي.
