د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
بامیان

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

دغه څارنه د ښاري ماستر پلان د تطبیق د ارزونې په موخه ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې څرګنده شوه، یاده ساحه د ښاري پلان له مخې زراعتي کارونې ته ځانګړې شوې ده. له همدې امله، یوازې د کرنیزو او ځنګلي فعالیتونو دوام او ښه والی پکې مجاز بلل شوی، په دې شرط چې د ونو شمېر او د شنو ساحو اندازه کمه نه شي او د اوبو لګولو په سیستم کې اساسي بدلون رامنځته نه شي.

همدارنګه، د یاد پلان له مخې ودانیز فعالیتونه یوازې د کرنې او ځنګلداري د خدمت لپاره د ټاکلو معیارونو په رعایت سره اجازه لري، چې پکې د ودانۍ تراکم، محدود ساختماني ساحه او اعظمي یو پوړ ارتفاع شامل دي.

خو د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې په یاده ساحه کې په دوو بېلابېلو نقطو کې یو شمېر کسانو له یادو اصولو پرته په خپل سر ودانیز فعالیتونه پیل کړي، چې دا چاره د ښاري نظم او منظم پرمختګ پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي.

له همدې امله، ټینګار وشو چې له هر ډول غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څخه مخنیوی وشي او هېڅوک دې پرته له قانوني جواز څخه ساختماني چارې نه ترسره کوي.

د ښاري ماستر پلان تطبیق او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی د منظم ښاري پرمختګ، د چاپېریال ساتنې او د قانون د حاکمیت لپاره بنسټیز اهمیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

کابل ښار کې د الشفاء روغتون له د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار کې د الشفاء (جمهوریت) روغتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت