د امارات ښار ګوټي د اقساطو د قیمتونو په اړه خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۵:۲۱
picture

1444/04/03

د کور او ښار جوړولو محترم سر پرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د مالیې، اقتصاد، د کرنې او مالدارۍ، لویه څارنوالۍ ادارې، د افغانستان بانک له استازو او د کور او ښار جوړولو وزارت له یو شمیر ریسانو سره د امارات ښار ګوټي د قسطونو د قیمت په اړه ناسته وکړه او نظرونه یې تبادله کړل.

یاده ناسته د امارات یا شیخ زاید ښار ګوټي د اپارتمانونو د قیمت د تخفیف په اړه چې 1444/03/021د (11) مصوبې د (2) بند په اساس  د ا.ا.ا د تحقق له مخې دایره شوه چې یاد ښار ګوټی د کابل په قصبه کې موقیعت لري.

لومړی دکور او ښار جوړولو وزیر د امارات ښار ګوټي په اړه مالومات ور کړل چې د تیر حکومت په وخت کې د اماراتو لخوا  جوړ شوی او اپارتمانونه یې  د تیر حکومت لخوا ویشل شوي دي.

وروسته د ا.ا.ا کابینې د تحقق د مصوبې له مخې چې د قسطونو د تخفیف یا قیمتونو په اړه ویل شوي ول د وزارتونو د استازو لخوا خپل نظریات وړاندې شول.

ور پسې د کور او ښار جوړولو وزارت مالیي ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د دې ښار ګوټي د اپارتمانونو د تخفیف یا قیمت په اړه ماليي تحلیل وکړي تر څو په رتلونکې غونډه کې جمع بندي او پایله یې کابینې ته وړاندې کړي.

د یادونې وړه ده چې د شیخ زاید ښار کوټی په (264)جریبه ځمکه کې جوړ چې 111 بلاکونه 5 منزله، 3332 اپارتمانونه چې 2, 3, او 4 خونو (اطاق) درلودنکی ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د اسماعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه ووشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خوست ولایت د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د مشکوڼي سیمې د استنادي دیوال د پروژې، څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د امارتي ادارو د تعمیرونو ډیزاین شوې نقشې تائید شوې

۱۴۴۷/۰۷/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو ځانګړي کمېسیون خپله نوبتي ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د چهارباران ولسوالۍ د نوي جوړېدونکي اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام او اقتصاد ریاست د استازو په ملتیا، د اړوندو رسمي مکتوبونو او احکامو پر بنسټ،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت