د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو له چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۷
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم د ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي مراقبت څانګو د ساختماني چارو له بهیر څخه د کیفیت او موثریت د لا ښه والي په موخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یادو څانګو د قالب تړلو او چت د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې او اوس مهال د پلسترکارۍ چارې روانې دي.
د پروژې ساختماني چارې په منظم، چټک او معیاري ډول دوام لري او تخنیکي ټیم د کار د کیفیت او د منظور شوي پلان مطابق د چارو د ترسره کېدو په موخه لازم نظارت کوي.
