خوست ولايت کې ۷۰۰ جريبه دولتي ځمکه انتقال شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په لړ کې دا ځل په خوست ولايت کې ۷۰۰ جريبه ځمکه ولېږدوله.
دا ټوټه ځمکه د لوړو زدهکړو وزارت په غوښتنه په خوست ولايت کې د خان عبدالغفار خان پوهنتون د جوړېدو په موخه ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې له ۲۵۰ زره څخه زياته سپینه دولتي ځمکه د ټولګټو تاسيساتو په موخه متقاضي ادارو ته لېږدولې ده.
