د کابل ولایت د اجباري راستنو شویو مهاجرینو د پام وړ!
خبرتیا!
د کابل ولایت د اجباري راستنو شویو مهاجرینو د پام وړ!
د کابل ولایت هغه اجباري راستانه شوي محترمو مهاجرینو ته، چې له ۱۴۰۲/۸/۱ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۶/۳۱ نېټې پورې په اجباري توګه راستانه شوي وي، د مهاجرت فورمې اصل او اصلي تذکره یې د کابل ولایت وي، خبر ورکول کېږي، چې د لاندې اسنادو په لرلو سره دې د ځمکو د وېش په موخه مراجعه وکړي.
اړین اسناد:
۱. د ثبت شوې فورمې اصل.
۲. د اصلي تذکرې اصل.
۳. دوه قطعې عکسونه.
د مراجعې ځای: د کابل ولایت، کابل ننګرهار لویه لار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست انګړ.
د مراجعې وخت: د سهار 8:30 بجې، شنبې او یکشنبې ورځ 1405/9/7 څخه تر 1405/9/8 پورې
د کابل ولایت د اجباري راستنو شویو مهاجرینو څخه هیله کېږي، چې د پورته اسنادو له بشپړولو وروسته په ټاکلي وخت مراجعه وکړي.