د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني جوړولو چارې ودرول شوې

org_admin
Sun, Oct 25 2026 9:59 AM
پنځمه ناحیه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سپین‌ کلي څلورلارې په اووم ګذر کې د شنو ساحو د څارنې، ارزونې او عامه پوهاوي په موخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې په یاده شنه ساحه کې د ودانیزو چارو لپاره کرښې ایستل شوې او شاوخوا یې جال لګول شوی دی.

د موضوع د څېړنې په موخه، تخنیکي ټیم په ساحه کې روان کارونه ودرول او اړوندو مسؤلینو ته یې رسمي استعلام وسپاره، څو خپل اسناد او جوازونه د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وړاندې کړي.

د دې اقدام موخه د شنو ساحو ساتنه، د ملکیتونو او ودانیزو چارو د اسنادو او نقشو ارزونه، د ښاري سرغړونو مخنیوی او د منظور شوو ښاري پلانونو تطبیق دی.

د یاد ریاست د منظم نظارتي پلان له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څارنې او عامه پوهاوي چارې دوام لري، څو د ښاري اصولو او مقرراتو د رعایت ډاډ ترلاسه او د شنو ساحو د خپل‌سري نیولو او ودانیزو سرغړونو مخه ونیول شي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

11 months 4 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new