د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه
۱۴۴۸/۴/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.
په دې لړ کې د استقلال استوګنیز ښارګوټي، الشفاء روغتون، پنځم مکرویان، د لویې څارنوالۍ د نظارت او فرمانونو د تعقیب اړوند ادارې الحاقیه بلاکونو، د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژیکو مطالعاتو، د استوګنې د برابرولو ۱۲ پوړیز بلاک، د متحده عربي اماراتو مسجد (شیخ زاید)، د سترې محکمې حویلیو او قطر استوګنیز ښارګوټي پروژو د چارو وضعیت وکتل شو.
د څارنې پر مهال د بېلابېلو پروژو د ساختماني او لابراتواري چارو د کیفیت، د ساختماني موادو د کارونې، د سړک جوړونې د طبقو، کانکریټي کارونو او اړوندو کیفیتي ازموینو بهیر و ارزول شو او د ځینو پروژو د روانو چارو د کیفیت د لا ښه تضمین په موخه لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې.
د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پروژو له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د ساختماني چارو ټول پړاوونه د منظور شوو نقشو، مشخصاتو او تخنیکي معیارونو مطابق، د کیفیت له اصولو سره سم او د اړوندو انجنیرانو تر څارنې لاندې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول اړوند تخنیکي پروسو ته په ځانګړې توګه پاملرنه کوي او د لابراتواري څارنې او معیاري ازموینو له لارې هڅه کوي چې په ساختماني پروژو کې د کار کیفیت او تخنیکي معیارونه لا پیاوړي شي.
