کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو
۱۴۴۸/۴/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه نظارتي لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې موخه د هغو ساختماني چارو او ملکیتونو د اسنادو راټولول او ارزونه وه چې په تېرو نظارتونو کې یې د ساختماني اصولو او ښاري مقرراتو خلاف موارد ثبت او مستند شوي وو.
د ریاست تخنیکي ټیمونو د میرویس ښارګوټي اوسېدونکو او د اړوندو پروژو مالکینو ته کتبي اطلاعیه وسپارله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ملکیت اړوند ټول اسناد، قبالې، ساختماني نقشې، پلانونه او نور اړوند مدارک د تخنیکي ارزونې او قانوني رسیدنې په موخه له یاد ریاست سره شریک کړي.
د اطلاع رسونې په بهیر کې اړوندو اشخاصو ته څرګنده شوه چې د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې د غوښتل شوو اسنادو نه وړاندې کول به د قانوني مراحلو له مخې تعقیبېږي او د اړوندو دوسیو د بشپړې ارزونې وروسته به د ښاري قوانینو او مقرراتو مطابق له ذیصلاح مراجعو سره شریکې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د تخنیکي ټیمونو له لوري د ترسره کېدونکو دغو اقداماتو موخه د ملکیتونو او ساختماني چارو د وضعیت روښانه کول، د ساختماني سرغړونو د دوام مخنیوی او د منظور شوو ښاري پلانونو او اصولو د عملي کېدو ډاډ ترلاسه کول دي.
یاده پروسه د ښاري تخلفاتو د رسیدنې ریاست د مشرتابه په هدایت ترسره کېږي، څو په کابل ښار کې د ښاري پلانونو، ساختماني اصولو او اړوندو مقرراتو د رعایت کچه لوړه او د سرغړونو د رامنځته کېدو او دوام مخه ونیول شي.
