د فاریاب ولایت د خواجه موسی نوې جوړیدونکې ولسوالۍ د توپوګرافي سروې له چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۸
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خواجه موسی نوې رامنځته شوې ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه د روانې توپوګرافۍ سروې له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د یادې ولسوالۍ د سروې چارې شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې چارې یې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري موظفو انجنیرانو ته لارښوونه شوې، چې د سروې پاتې چارې په لنډ وخت کې بشپړې او له هغې وروسته د یادې ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب چارې پیل کړي.
د یادې سروې موخه د خواجه موسی نوې ولسوالۍ لپاره د منظم تفصیلي پلان د جوړولو په موخه د سیمې د جغرافیایي وضعیت، ځمکو او اړینو معلوماتو راټولول دي.
