د الشفاء روغتون د دویمې برخې د ودانیزې پروژې د کانکرېټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست او د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د الشفاء روغتون د دویمې برخې د ودانیزې پروژې د کانکرېټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې په ترڅ کې د پروژې د تصفیه خونې د تهداب د کانکرېټ اچونې چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او کیفیتي اصولو له مخې تر دقیقې ارزونې او کنټرول لاندې ونیول شوې، ترڅو د پروژې د ودانیزو چارو کیفیت او پایښت ډاډمن شي.
یاده تخنیکي څارنه د کانکرېټ اچونې د بهیر تر بشپړېدو پورې په دوامداره توګه ترسره شوه او چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو او زیربنایي پروژو په ټولو پړاوونو کې د تخنیکي معیارونو، انجنیري مشخصاتو او کیفیتي اصولو رعایت د خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼي او په همدې موخه د پروژو له تطبیقي بهیر څخه دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کوي.
