د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د څلورمې ناحیې د درېیم پروان او کارته پروان له سیمو څخه څارنه ترسره کړه.
د دغې څارنې پر مهال، هغه ساختماني پروژې وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شویو ښاري پلانونو، د ودانیزو اصولو او د ګاونډیانو د حریم د ساتنې له پلوه یې د ارزونې اړتیا لرله.
تخنیکي ټیم له هغو پروژو څخه چې قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل چې خپل اسناد د ښاري سرغړونو د رسېدنې ریاست ته وسپاري، څو د منظور شویو پلانونو او نافذه مقرراتو له مخې یې ارزونه ترسره او د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات وشي.
د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د غیرمعیاري ساختماني چارو د مخنیوي، د ګاونډیانو د حقوقو او محرمیت ساتنې، د ودانیز کیفیت لوړولو او د ښاري نظم پیاوړتیا ده.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د خپل کاري پلان له مخې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې دوامدارې او هدفمندې څارنې ترسره کوي، څو ښاري چارې د نافذه قوانینو او معیارونو له مخې تنظیم شي.
