د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو ساحو کې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې له دهمزنګ عمومي سړک څخه تر دهبوري څلور لارې پورې ساحې یې تر پوښښ لاندې راوستې.
د څارنې پر مهال د ودانیو ویزه شوې نقشې د موجوده حالت او ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو ډاډ ترلاسه شي چې چارې د منظور شوو پلانونو او نافذه مقرراتو سره سم پرمخ روانې دي.
همدارنګه، هغه پروژې چې پکې د ښاري اصولو او قوانینو څخه د احتمالي سرغړونو نښې لیدل کېدې، تر دقیقې ارزونې لاندې ونیول شوې. له همدې امله د پروژو له مالکینو وغوښتل شول، څو خپل ټول قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د یاد ریاست سره شریک کړي، تر څو د ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
په دې لړ کې ټینګار وشو، چې ټولې ودانیزې چارې باید د ښاري پلانونو او نافذه اصولو سره سم ترسره شي، څو د بې نظمې ودانیزې پراختیا، تراکم او نورو ستونزو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د ودانیزو چارو دا ډول دوامداره څارنې د پلان له مخې دوام لري او په نږدې ورځو کې به د ښار نورې سیمې هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.
