د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو
۱۴۴۷/۱۰/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او لاسلیک کړل.
دغه پلان شاوخوا (۳۲۸.۱۴۶) جریبه مساحت تر پوښښ لاندې راولي، او هغه سیمې چې تر دې وړاندې په غیر منظم ډول او د ښاري پلان له شتون پرته پراخې شوې وې، دا به منظمي او د پلان مطابق پراختیا پیدا کړي.
په دغه پلان کې د ۷۷۰ موجوده استوګنیزو واحدونو د سمون ترڅنګ، ۵۹ بېلابېلې د ښاري خدماتو ساحې هم په پام کې نیول شوې دي.
په دې خدماتو کې د معتادینو درملنې کلینیک، د فاتحې صالون، پارکینګونه، شنې ساحې، موزیم، مدرسه، روغتیایي مرکزونه، ورزشي کمپلکس، ښوونځي، وړکتونونه، جوماتونه، هدیرې، امنیتي پوستې، اطفائیه، کتابتونونه، پارکونه او د ژوند کولو اړوند نورې برخې شاملې دي.
همداراز، په پلان کې د ۹۲۷۴۴.۱۲۰۳ متر مربع خدماتي ساحه، ۶۱۴۹۹.۰۹۵ متر مربع تجارتي ساحه، ۲۳۹۲۶۸.۵۲۸ متر مربع سړکونه او ۲۳۹.۷۴ متر مربع مختلط استوګنیز-تجارتي ساحه په پام کې نیول شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت هیله څرګندوي، چې د دې پلان په عملي کېدو سره به د قلعه نو ښار د یادو ناحیو اوسېدونکي له بنسټیزو ښاري اسانتیاوو برخمن شي او د ژوند کیفیت به یې د پام وړ ښه والی پیدا کړي.
