د بامیان ولایت د غلغلې په ساحه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت وشو
۱۴۴۷/۰۹/۲۸
بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د دغه ولایت په غُلغلې ښار کې د ښاري سرغړونو مخنیوی په موخه څارنه وکړه.
دغه چاره، د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوه.
د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د بامیان ښار د غلغلې بازار له ساحې څخه د کابل ـ بامیان سویل ټرمینل د نوي سړک لوېدیځ لوري پورې نظارتي ارزونه ترسره کړه.
یاده ساحه د ښاري ماسټرپلان پر بنسټ کرنیزه ځمکه تثبیت شوې ده، چې په کې یوازې کرنیز او ځنګل اړوند فعالیتونه، د ټاکلو معیارونو په چوکاټ کې د اجرا وړ بلل شوي دي. همداراز، د ودانیزو چارو ترسره کول یوازې د کرنیزو او ځنګلي فعالیتونو د خدمت لپاره د نافذه اصولو او تخنیکي معیارونو په رعایت سره، اجازه لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار دا دی، چې د ښاري پلانونو، ماسټرپلان او نافذه مقرراتو رعایت د منظم ښاري پراختیا لپاره بنسټیز ارزښت لري، او له ټولو ښاریانو غواړي چې د هر ډول ودانیز فعالیت تر پیل وړاندې له اړوندو ادارو سره قانوني او تخنیکي همغږي وکړي.
یاده ساحه د بامیان ښار د ماسټرپلان له مخې کرنیزه ساحه ټاکل شوې، چې په کې بې له کرنیزو او ځنګل اړوند فعالیتونو، د نورو غیرمجازو ودانیزو چارو ترسره کول د نافذه اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.
