د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د چهار باغ ساحې لپاره تفصیلي پلان تر دقیقې ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو
۱۴۴۷/۹/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د چهار باغ ساحې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان تائید او لاسلیک کړ.
دغه پلان د یاد وزارت د تفصیلي پلانونو د محترم ریاست له لوري جوړ او عملاً تائید شو، چې اړوندې ادارې ته به د تطبیق په موخه وسپارل شي.
د چهارباغ ساحې لپاره تفصیلي ښاري پلان به په ۴۶۴.۷۵۴ جریبه ځمکه کې عملي شي.
دغه تفصیلي پلان د سیمې د منظمې پراختیا، معیاري استوګنې او بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه طرحه شوی دی.
په پلان کې د استوګنیزو نمراتو منظم وېش، سوداګریزې ساحې، پارکونه او شنې فضاوې، ښوونیز او روغتیایي مرکزونه، جوماتونه، اداري تاسیسات او پراخ سړکونه شامل دي.
همداراز به د عامه خدمتونو لپاره ځانګړې ساحې ځانګړې شي، څو راتلونکې پراختیا په منظم ډول پر مخ ولاړه شي.
د دې پلان رسمي لاسلیک د پروژې د عملي پړاو لپاره مهم ګام دی او تمه ده چې د تطبیق چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د پروژې عملي کېدل به د سیمې اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي، د کار فرصتونه به رامنځته کړي او د ځمکو ارزښت به لوړ کړي.
