په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۰۸/۰۹
د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز میدان ښار کې د عامې روغتیا ریاست اړوند د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې په بشپړه توګه سرته ورسیدې.
د یادو مراکزو کروکي او اړوند اسناد د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري عامې روغتیا ریاست ته د نورو اداري او قانوني کړنو لپاره وړاندې کړل شول.
دا چارې ټولټال په ۵۳ کاري ورځو کې بشپړې شوې او د ولایت په کچه د صحي خدماتو د ښه تطبیق لپاره مهمه ګام بلل کېږي.
د ملکیت تثبیت چارې د صحي خدماتو د منظم مدیریت، د ځمکو د شخړو د مخنیوي او د ودانیو د قانوني چارو د شفافیت لپاره ترسره کېږي، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په دوامداره توګه هڅه کوي چې ټولې دولتي پروژې د پلانونو او قانوني معیارونو سره سم بشپړې شي.
