پر راستانه شوو مهاجرو د ځمکو د وېش ګړندی بهیر تر کونړ؛ دغه ولایت کې د مهاجرو پر شونډو موسکا خوره ده
۱۴۴۷/۰۷/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې، په کنړ ولایت کې هم مهاجرینو ته په ځانګړي شوي ښارګوټي کې نمرې ووېشلې.
دغه د ځمکو وېشنه راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته ترسره شوه چې څنګه کېدای شي دایمي او باعزته ژوند پیل کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، په کونړ ولایت کې د یادو مراسمو پر مهال وویل، هغه مهاجرې کورنۍ چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي او د سرپناه نشتون له ستونزې سره مخامخ دي، د اسلامي امارت له جدي پاملرنې برخمنې دي.
ښاغلي وزیر مولوي حیات حقاني وویل، د مهاجرینو باعزته مېشت کېدل د امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او دوی دغه برخه کې هڅو ته دوام ورکوي.
په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري.
د طرحې له مخې هرې کورنۍ ته د پنځو بسوو په اندازه د استوګنې نمره ځانګړې شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۸ مهاجرو کورنیو ته د سیمې د مشرانو په حضور کې نمرې ووېشل شوې او د نورو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش بهیر لا دوام لري.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاته کړه، د مهاجرینو ښارګوټي یوازې د ځمکو وېش نه، بلکې د منظم ژوند، ټولنیز ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره بنسټ برابروي، او ټینګار یې وکړ چې دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
