په اصلاحات اداري ښارګوټي کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۷/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه د اصلاحات اداري ښارګوټي څخه څارنه وشوه، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په ښارګوټي کې د کوچنیانو د تفریحي پارک شنه ساحه چې مخکې په استوګنیزو نمرو ویشل شوې وه، په یوه استوکنیزه نمره کې د یوه شخص له لوري د مسجد شریف ودانۍ چارې روانې وې، چې چارې یې وځنډول شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم او سرغړونو د مخنیوي په موخه په ټولو ښارګوټو کې د څارنې دوامداره پروسه عملي کوي ترڅو ټولې ودانۍ د منظور شوو نقشو او تخنیکي معیارونو سره سم جوړې شي.
