په میدان وردګ کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست د عمومي دروازې ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۴/۱۲
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وویل چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست د عمومي دروازې له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، چې د عمومي دروازې د پایو لاندې د بولډر ډکولو او PCC کانکریټ اچونې چارې ترسره شوې دي.
د دولتي ادارو د ودانیو ودانیزې او رغنیزې چارې د زیربنایي پرمختګ یوه مهمه برخه ده چې د ادارو د فعالیتونو د ښه والي او اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.
