د میدان ښار د مسافر وړونکو موټرو ترمینل د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۶/۱۱/۱۷
د کور او ښار جوړلوو زوارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا محترم رئیس الحاج محمد مسعود وایې، د مېدان ښار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له رئیس او تخنیکي ټيم سره یو ځای یې، د یاد ښار د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، ښاغلي حاجي مسعود، ټینګار کړی، چې ترمینل باید په اساسي او معیاري ډول ورغول شي او چارې دې یې چتکې شي.
نوموړی وایي، په خپل وخت د ترمینل چارې بشپړېدل به د خلکو لپاره د سفر خوندي او اسان چاپېریال برابر کړي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې هېوادوال د نورو هېوادونو په څېر په کور دننه هم له معیاري خدماتو برخمن شي.
نوموړي یادونه وکړه، چې د ترمینل رغونه به نه یوازې د مسافرو ستونزې حل کړي، بلکې د ښار په اقتصادي وده او ښاري نظم کې به هم مهم رول ولوبوي.
په لیدنه کې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، ترڅو چارې په ټاکلي وخت او کیفیت سره سمې بشپړې کړي.