د سروبي بند ساحې د برخلیک معلومولو په موخه بشپړ راپور به د ریاسة الوزرا محترم مقام سره شریک شي

۱۳/۳/۱۴۴۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د عدلیې، اوبو او انرژۍ، مالیې او د کورنیو چارو وزارتونو د محترمو استازو په ګډون د سروبي ولسوالۍ د سیند حریم او اوبو بند ساحې د برخلیک معلومولو په موخه ګډه ناسته وکړه.
د سروبي بند ساحې او حریم په تړاو د هر لوري نظریات او اسناد وکتل شول، دلایل واورېدل شول او بالاخره تر هر اړخیزو بحثونو او پرلپسې ناستو وروسته، یادې ځانګړې کمېټې د موضوع په تړاو خپلې موندنې او نظر چمتو کړ.
موخه دا ده، چې یاده ساحه یو له مهمو ساحو او عامه شتمني ده،چې باید د خوندیتوب، مؤثریت او پراختیا لپاره یې اغېزمن ګامونه پورته شي.
چمتو شوی راپور به د وروستي تصمیم او د راتلونکو اقداماتو په موخه د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې شي.