په بغلان ولایت کې د سوداګریز ښارګوټي لپاره ځمکه تثبیت او کروکي یې ترتیب شوه

۱۴۴۶/۲/۲۴
د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد داود نقشبندي وایي، د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د سوداګریز ښار ګوټي لپاره ځمکه تثبیت او کروکي یې ترتیب شوه.
ښاغلي مولوي نقشبندي وویل، یاد سوداګریز ښار ګوټی د دوشي ولسوالۍ په کیله ګۍ ساحه کې په حدود د ۵۶۳ امارتي ځمکه کې جوړیږي، چې د دې ښار ګوټي د نظارت مسؤلیت د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د پروژو د تطبیق لپاره ځمکه تثبیتوي، سکیچ او کروکي یې ترتیبوي، تر څو پروژې د پلان او نقشې مطابق تر سره شي.