په غزني ولایت کې د مجاهد څلور لارې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۶/۲/۲۲
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، ددې ریاست تخنیکي ټیم په غزني ښار کې د مجاهد څلور لارې له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، یاده څلور لارې د کابل ـ کندهار په عمومي سړک د سبزۍ د مارکیټ سره نږدې جوړیږي چې دمګړۍ یې ودانیزې چارې تر ډیره مخته تللي چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا قرار دادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي.
