کابل کې د پانګونې په لور یو بل ګام

۱۴۴۵/۰۴/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، له پانګوال حبیب ځاځي سره وکتل او د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې د پانګونې په موخه یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي او اړوندو رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو.
پانګوال حبیب ځاځي د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست مننه وکړه، چې د دغه وزارت په اډانه کې یې پانګوالو، صنعت کارانو او سوداګرو ته د پانګونې او سوداګرۍ زمینه برابره کړې، اسانتیاوې یې رامنځته کړي او ملاتړ یې کوي.
نوموړي وویل، غواړي په کابل کې پانګونه وکړي، چې هم ځان او هم ولس ته د هوساینې زمینه برابره کړي.
د ناستې په دوام، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، تل هڅه کوي چې افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې یې د وزارت نور مسؤلین هم هلې ځلې کوي.
نوموړي د وزارت اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه، چې د پام وړ ساحه له نږدې وګوري او په تړاو یې هر اړخیز معلومات راټول او له مقام سره شریک کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.