د مراجعینو عرایضو او وړاندیزونو ته دې په وخت رسېدنه وشي

۱۴۴۴/۰۱/۰۲
د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر مراجعینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې مراجعینو خپلې ستونزې او غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو حل برخه کې به یې تر خپلې وسې هڅه او عملي اقدام کوي او د وزارت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ټولو مراجعینو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.