په کابل ښار کې د ناقانونه ودانیزو چارو د مخنیوي په موخه څارنه وشوه

org_admin
Wed, Nov 11 2026 2:23 PM
کابل ښار

۱۴۴۸/۰۵/۳۰

د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په اتمه او شپاړسمه ناحیه کې د ودانیو له ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د اتمې ناحیې په سپینه (غیرې پلاني) ساحه کې د آمنه فدوي د نجونو لېسې شاته او د شاه‌ شهید په لومړي سړک کې د ودانیو ساختماني چارې وارزول شوې. په یوه ودانۍ کې د منظور شوي جواز خلاف د څلورم پوړ د جوړولو، د ګاونډیو کورونو د حریم نه رعایت او پر عمومي پلې لارې د ودانۍ د زینې د تجاوز موارد ولیدل شول، چې اړوندو مالکینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

همداراز، د بګرامۍ نساجۍ په شنه ساحه کې د سپوږمۍ بازار له دوکانونو څخه بیاځلي څارنه وشوه او مالکینو ته سپارښتنه وشوه، چې د قانوني موضوع تر روښانتیا پورې ساختماني فعالیتونه ونه کړي. د شپاړسمې ناحیې په صنعتي ساحه کې هم د ودانیزو چارو د اصولو او ښاري پلانونو د رعایت په اړه مالکینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د دې څارنو موخه د ښاري پلانونو او ساختماني جوازونو تطبیق، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د عامه ساحو ساتنه او د ښاري نظم ټینګښت دی.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 9:40 AM
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره نوي سرپرست وزیر رسماً خپله دنده پیل کړه

۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د افغانستان له مهمو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې د کور جوړولو، د هېواد د ښاري پراختیا، ښاري پلانونو، او د ښارونو د منظمې ودې لپاره ستر مسؤلیت لري.

د. . .

Thu, Jun 27 2024 9:44 AM
Background image

New Kabul City: A Beacon of Hope for Afghanistan’s Future

By: H.N New Kabul City, a bold and ambitious urban development project, represents a significant stride toward modernizing Afghanistan. This initiative aims to alleviate the population. . .

Wed, Apr 20 2022 12:22 PM
Background image

The activities and problems of the urban planning and land departments of a number of provinces were examined

1443/09/19

Mawlawi Hamdullah Nomani, Acting Minister of Urban Development and Lands, met with the Acting Heads of Urban Development and Land Departments of Logar, Baghlan, Paktia and. . .

BACK TO NEWS

Minister of Urban Development and Housing

1 year ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new