د ارزګان ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو د بلاک د ساختماني چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۱۴
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو لپاره د جوړېدونکي بلاک د ساختماني چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ.
د یاد بلاک ډیزاین له بشپړېدو وروسته، د ساختماني شرکت له لوري یې عملي چارې پیل شوې دي.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د بلاک د خښتو اېښودلو چارې روانې وې او د لیدنې تر وخته یې کارونه په منظم ډول پر مخ تلل.
د نظارت پر مهال د ساختماني چارو د کیفیت او د منظور شوي ډیزاین او تخنیکي معیارونو د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
