خبرتیا ! د ښارګوټواو استوګنیزومجتمع ګانو ټولو مالکینو ته

org_admin
اطلاعیه

خبرتیا !

د ښارګوټواو استوګنیزومجتمع ګانو ټولو مالکینو ته :

 

په کابل او ولایتونو کې د ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو ټولو محترمو مالکینو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې، د منظور شوو پلانونو د تطبیق د بهیر د څارنې او ارزونې، د اړوندو اسنادو او ویزه شوو نقشو د موجودیت د ډاډ ترلاسه کولو او د نافذه قوانینو، اصولو او ښاري معیارونو د تطبیق په موخه، اړینه ده چې د خپلو ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو اړوند د اسنادو، مدارکو او نقشو یوه کاپي د دقیقې او هر اړخیزې څارنې او ارزونې لپاره دې وزارت ته وړاندې کړي.دغه بهیر د ښاري نظم د تأمین، د ښاري طرحو او اصولو د تطبیق، د ښاري سرغړونو د مخنیوي، د ښارګوټو د حقوقي او تخنیکي وضعیت د ارزونې او د منظور شوو نقشو او پلانونو او نافذه قوانینو د مؤثر تطبیق لپاره د لازمې څارنې د زمینې د برابرولو په موخه ترسره کېږي.

له همدې امله د کابل او ولایتونو د ښارګوټو او استوګنیزو مجتمع ګانو محترم مالکین مکلف دي چې د دې خبرتیا د صادرېدو له نېټې څخه د یوه میاشتې (۳۰ ورځو) په موده کې لاندې اسناد:

په کابل کې  ښاري سرغړونو ته د رسیدنې ریاست ، د کیفیت د کنترول او ښاري سرغړونو ته د رسیدنې عمومي ریاست اړوند ، د کوراو ښارجوړولو وزارت ، او په ولایتونو کې، د اړوند ولایت د کوراو ښارجوړولو ریاست ته وسپاري:

۱. د ښارګوټي یا استوګنیز مجتمع ګانو د تأسیس جواز او د منظورۍ اړوند اسناد؛

۲. له اړوندو ادارو سره د ترسره شوو قراردادونو او تفاهم ‌لیکونو یوه کاپي؛

۳. د ځمکې د ملکیت سند (شرعي قباله یا نور قانوني اسناد)؛

۴. د ښارګوټي د ویزه شوو روبنايي پلانونو یوه کاپي، چې تفصیلي پلان او/یا سایټ پلان پکې شامل وي؛

۵. د ښارګوټي د ویزه شوې زیربنايي شبکو د پلان یوه کاپي، چې د سړکونو، برېښنا، فایبر نوري، اوبو رسونې او کانالیزاسیون شبکې پکې شاملې وي؛

۶. د استوګنیزو مجتمع ګانو د ویزه شوو ساختماني نقشو یوه کاپي؛

۷. د استوګنیزو مجتمع ګانو د ساختماني جواز د صادرېدو د فورمې یوه رنګه کاپي؛

۸. په ښارګوټو او یا استوګنیزو مجتمع ګانو کې د ترسره شوو تعدیلاتو اړوند د اسنادو یوه کاپي.

په ټاکل شوې موده کې د یادو شوو اسنادو د نه وړاندې کولو مسئولیت به د اړوندو مسئولینو او مالکینو پر غاړه وي.

دکور او ښار جوړولو وزارت

Minister of Urban Development and Housing

11 months 2 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new