د کور او ښار جوړولو وزیر په ننګرهار کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش له بهیر ارزونه وکړه
۱۴۴۸/۳/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له چارو او همدارنګه مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش له روان بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې موخه د مهاجرینو لپاره د ځانګړو شویو استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر څرنګوالی، د چارو ارزونه او د خلکو ستونزو ته رسیدنه وه.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د نمرو د وېش له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د چارو د تنظیم، د وېش د بهیر د پرمختګ او د ګډونوالو لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
نوموړي د یاد بهیر د لا ښه تنظیم او چټکتیا په موخه د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري احمدالله زاهد ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې چارې په منظم، شفاف او عادلانه ډول پر مخ یووړل شي.
ښاغلي وزیر ټینګار وکړ چې د مهاجرینو لپاره د استوګنې د مناسب چاپېریال برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې باید د مهاجرو کورنیو حقونه په پام کې ونیول شي.
د مهاجرینو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو او د ځمکې او استوګنې د اسانتیاوو برابرولو بهیر د اسلامي امارت د پراخو هڅو یوه مهمه برخه ده چې موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي.
