په اقینې بندر کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۲۲
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د آقینې بندر په سیمه کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې چارې د منظور شوې نقشې، کاري حجم او انجنیري معیارونو له مخې پرمخ روانې دي او تر دې مهاله یې شاوخوا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
اوس مهال د پروژې د برېښنا سیستم او رنګمالۍ چارې روانې دي او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې پاتې چارې د نقشې، کاري حجم او انجنیري معیارونو له مخې بشپړې کړي.
