د کندز ولایت په مرکز عسقلان سیمې کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۲/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د کندز ولایت د عسقلان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان، چې په ۳۲۹۴ جریبه ځمکه کې ترتیب شوی او د ۲۵۹۸ استوګنیزو نمرو لپاره طرحه شوی، لاسلیک شو.
د یاد تفصیلي پلان له مخې، د ښارګوټي د استوګنیزو برخو ترڅنګ د اړینو عامه، خدماتي، اداري او ټولنیزو تاسیساتو لپاره هم مناسبې ساحې په پام کې نیول شوې دي، څو د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د منظم او معیاري استوګنیز چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
د دغه پلان په ترتیب سره د ښارګوټي د ځمکې د منظمې استفادې، د استوګنیزو نمرو د مناسب تنظیم او د اړینو ښاري خدمتونو لپاره د ساحو د ځانګړي کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د تفصیلي پلانونو د ترتیب او پراختیا لړۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده، ترڅو د هغوی د استوګنې ستونزې ته د ښاري اصولو او معیارونو له مخې د حل زمینه برابره شي.
