د اسلامکلا بندر د معیاري پراختیا لپاره تفصیلي پلان وروستی او لاسلیک شو
۱۴۴۸/۱/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د هېواد د سرحدي بندرونو د منظمې ښاري پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو او د بنسټیزو زیربناوو د معیاري تنظیم په موخه، د هرات ولایت د اسلام کلا ولسوالۍ د اسلام کلا بندر تفصیلي پلان لاسلیک شو.
یاد تفصیلي پلان، د سیمې د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو د ودې، سوداګریزو فعالیتونو، ترانسپورټي شبکو او ښاري پراختیاوو د تخنیکي مطالعاتو پر بنسټ ترتیب شوی، چې په کې د سړکونو شبکه، سوداګریزې او خدماتي سیمې، عامه تأسیسات، شنې ساحې، د ترانسپورټ اسانتیاوې، د اوبو ایستلو سیستم او نورې اړینې ښاري زیربناوې د نافذه معیارونو او اصولو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په پام کې نیول شوې دي.
د دغه تفصیلي پلان عملي کېدل به، د اسلام کلا بندر د ښاري نظم په ټینګښت، د ځمکې د منظمې استفادې، د پانګونې د فرصتونو په پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر په اسانتیا، د ترانسپورتي خدمتونو په ښه والي او د معیاري ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د اقتصادي او سوداګریزو سیمو د انډولیز ښاري پرمختګ، د معیاري تفصیلي پلانونو د ترتیب او تطبیق او د دوامدارې ښاري پراختیا په موخه خپلو تخنیکي او مسلکي هڅو ته دوام ورکوي.
