د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۴
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند د تخلفاتو د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت آمریتونو تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې تعقیبي ساحوي څارنه ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، په مخکینۍ څارنه کې د غیرقانوني ساختماني فعالیتونو مالکینو او متصرفینو ته تر ۶ حمل ۱۴۰۵ نېټې پورې مهلت ورکړل شوی و، څو د ساحو د تخلیې، پاککارۍ او اصلاح په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
په یاده ساحه کې د سرای شمالي له سړک څخه د خیرخانې کوتل پورې، یو شمېر دوکانونه، ورکشاپونه، رستورانتونه او نور تجارتي او صنعتي فعالیتونو سربېره پر ځینو خپلسرو جوړونو، د پلې لارو، عامه سړک، شنو او عامه المنفعه ساحو په حریم کې جوړ شوي وو، چې د مخکینۍ څارنې پر مهال یې د درولو او ارزونې اقدام شوی و.
په وروستۍ څارنه کې، تخنیکي ټیمونو یو ځل بیا یادې ساحې وکتلې او اړوندو مالکینو او متصرفینو ته یې لازمې سپارښتنې او عامه پوهاوی وړاندې کړ، تر څو د پاتې مودې په جریان کې غیرقانوني جوړونه پاکه، عامه او شنې ساحې تخلیه او د ښاري اصولو سره سم اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه ټینګار وشو، چې که ټاکل شوې موده کې د ورکړل شوو لارښوونو عملي کېدل یقیني نه شي، نو پر سرغړونکو به قانوني اقدامات، د فعالیتونو بندول او نور لازم اجراآت عملي شي.
دا څارنه د دې لپاره ترسره شوه، چې ښاري نظم تأمین، په عامه او شنو ساحو کې د غیرقانوني تصرفاتو مخه ونیول شي او د ښار جوړونې قوانین او مقررات په سمه توګه تطبیق شي.
