د هرات ولایت د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۱۰/۰۷
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره کړه.
دغه څارنه د هرات ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د مسجد د لومړي پوړ د چت د سیم تاوۍ چارې په دقت سره وارزول شوې، د ارزونې له مخې، د سیم تاوۍ چارې د پروژې له تخنیکي نقشو سره سمې تطبیق شوې وې، له همدې امله د سلب اچولو اجازه ورکړل شوه.
د څارنې پر مهال، د پروژې تطبیقوونکي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې، چې له مخې یې باید د سلب اچولو چارې د پروژې د مکس ډیزاین مطابق ترسره شي.
ټاکل شوي تخنیکي ټيم ټینګار وکړ چې د پروژې ټولې چارې باید د تخنیکي اسنادو او ټاکل شوو معیارونو سره سم، په معیاري او باکیفیته ډول ترسره شي، څو د ودانۍ دوام او کیفیت تضمین شي.
د مسجد شریف ودانۍ د عامه ګټو له مهمو پروژو څخه ده، چې د تورغونډۍ ګمرک د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د دیني اسانتیاوو د برابرولو په موخه تر کار لاندې ده.
