په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۹
دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال په ساحه کې د چت د سیخ بندۍ چارې روانې دي، خو په یاده سیخ بندۍ کې ځینې تخنیکي ستونزې موجودې وې. له همدې امله، دقراردادي شرکت مسؤلینوته هدایت ورکړل شو تر څو یادې ستونزې د تخنیکي معیارونو مطابق اصلاح کړي او د اصلاحاتو تر بشپړېدو وروسته د نورو کاري پروسو د ترسره کولو لپاره له نظارت کوونکو انجنیرانو سره په همغږۍ اړوند چارې پر مخ یوسي.
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د روانو ساختماني پروژو د کیفیت د تضمین په موخه منظم نظارت ترسره کوي. د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف پروژه د همدې نظارتي پروسو تر چتر لاندې تطبیقېږي.
