په میمنه ښار کې د ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ د اعمار له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۷/۲۷
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، د دې ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنه ښار د ښاروالۍ ریاست د الحاقیې ودانۍ د اعمار له روانو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د نقشې مطابق د سنګ کاري پر سر د سیخ بندۍ چارې بشپړې شوې وې، چې دا مهال د یادې برخې د کانکریټ اچونې چارې روانې دي او هممهاله د کانکریټ د کیفیت د کنټرول په موخه د سلنډر او سلب ازموینې هم ترسره شوې.
د نظارت په ترڅ کې د قراردادي شرکت مسوول ته لارښوونه وشوه چې د پروژې ټولې چارې د منظور شوو تخنیکي مشخصاتو او د کاري احجامو له مخې پر مخ یوسي او د هر کاري پړاو په اړه د ولایت مقام د ټاکل شوي نظارتي پلاوي سره لازم همغږي وساتي.
د ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ پروژه د میمنه ښار د اداري زیربناوو د پیاوړتیا له مهمو پروژو څخه ده، چې د معیاري تطبیق لپاره یې د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري دوامداره تخنیکي څارنه ترسره کېږي.
