په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۷/۰۶/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معینیت اړوند د سروې او جي اې اېس ریاست څخه درې کسیز فني او تخنیکي پلاوي د پکتیا ولایت د ګردیز ښار، سیدکرم، ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو اړوندو ساحو د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.
د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د اړتیا او د ولایت د محترم مقام د حکم پر اساس، ټاکل شوې ده چې د یادو سیمو د توپوګرافۍ سروې چارې د وزارت له لوري راغلي فني او تخنیکي پلاوي، د ګردیز ښاروالۍ استازي، د کور او ښار جوړولو ریاست استازي او د اړوندو ولسوالیو د ښاروالیو د استازو په ملتیا ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پلانونو د معیاري تطبیق او د ښارونو منظم انکشاف په موخه، په بېلابېلو ولایتونو کې د توپوګرافۍ سروې چارې ترسره کوي، تر څو د راتلونکو پراختیايي پروژو لپاره کره معلومات برابر شي.
