په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.
ښاغلي مولوي الهي وویل، د مارکېټ د بیمونو او چت قالب بندي او د هغوی سیخ بندي بشپړه شوې ده او د قالبونو او سیم تاوۍ له تخنیکي ارزونې وروسته، د کانکریټ اچولو اجازه ورکړل شوه.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.