په لوګر کې د خواجه خېل روغتیايي کلینیک د جوړېدو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۴
د لوګرولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تنخنیکي ټيم د خواجه خیل کلي د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، یاد مرکز په یو پوړ کې د ودانیزو معیاري اصولو پر بنسټ جوړ شوی، او پکې د ناروغانو لپاره د عاجلو خدماتو خونه، د عملیاتو خونه، د بستر خونه، د معاینې خونه، درملتون، د ساتونکو ځای، د څښاک پاکې اوبه، د لمریزې برېښنا سیستم او کانالیزاسیون اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښټنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.