په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د جوړېدونکي "مسجد شریف" له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، د مسجد شریف رغنیزې چارې په انجنیري اصولو ولاړې دي او په دوامداره توګه تر تخنیکي څارنې لاندې دي، تر څو کیفیت تضمین شي او پروژه په وخت بشپړه شي.
د نوموړي په خبره، د چت کانکریټ اچونه، د دیوالونو خشتکاري، د کړکیو قالب بندي او کانکریټ اچونه او د ځینو نورو برخو ودانیزې چارې روانې دي.
مسؤلین ټینګار کوي چې یاده پروژه به د کیفیت، نقشې او ټاکل شوې مودې سره سم پرمخ یوړل شي، تر څو د سیمې خلکو ته یو معیاري، پاک او با عزته عبادت ځای برابر شي.