د امارات ښارګوټي د مسترد کېدونکو اپارتمانونو د بیا وېش پر عملي طرحې خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، د امارات ښارګوټي د مسترد کېدونکو اپارتمانونو او د دغه اپارتمانونو د بیا وېش لپاره د عملي طرحې جوړولو کمېټې له غړو سره وکتل.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ کمېټې ته دنده سپارلې، ترڅو د کابل په قصبې سیمه کې د امارات ښارګوټي د مسترد کېدونکو اپارتمانونو د برخلیک ټاکلو په پار پر عملي طرحې کار وکړي.
یادې کمېټې د خپلو هڅو په لړ کې، د عملي طرحې مسوده له محترم مقام سره شریکه کړه، چې په تړاو یې د لا غني کېدا په موخه ځینې وړاندیزونه وشول.
د امارات ښارګوټي کې هغه اپارتمانونه مسترد کېږي، چې د اقساطو د تحویلۍ کچه یې له پنځوس سلنې کمه وي.
وزیر ټینګار وکړ، چې د استرداد پروسه دې شفافه ترسره شي او د دغې چارې د تطبیق لپاره دې له منظم میکانیزم کار واخیستل شي.
په پام کې ده، چې یاده طرحه به تر غني کېدو وروسته د ریاسة الوزرا له محترم عالي مقام سره شریکه شي.