هرات ولایت کې د ۴۰۰ بستريز فوق تخصصي روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۱۱/۲۰
هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایې، د دغه ریاست د انجنیرۍ مدیریت د وړاندیز پر اساس، د عامې روغتیا ریاست د ټولو ودانیزو او ترمیمي پروژو د نظارت په لړ کې، د حاجي عبدالظاهر بشیري په نوم د ۴۰۰ بستري فوق تخصصي ماشومانو د روغتون د ساختماني پروژې له چارو څارنه وشوه.
ښاغلی انجنیر اکبري وایې، په دې پروژه کې دا مهال بنسټیز کارونه دوام لري او تخنیکي ټیم د ساحې وضعیت له نږدې و ارزاوه.
نوموړی وایې، د نظارت په مهال، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو د پروژې د موجودو نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره تابیا ونیسي.
په هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي، چې د یاد روغتون پروژې تطبیق باید د انجنیري معیارونو، تخنیکي اصولو او کیفیتي ستندردونو سره سم ترسره شي، تر څو د ماشومانو لپاره یو عصري، معیاري او فوق تخصصي درملیز مرکز جوړ شي.
د دې سترې پروژې عملي کېدل نه یوازې د هرات خلکو لپاره د درملنې امکانات پراخوي، بلکې د ټول لویدیځ زون د ماشومانو روغتیا ته هم نوې هیلې راوړي.
