په بلخ ولایت کې د یو روزنتون له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۷/۳
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د یو روزنتون له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي حامد وویل، د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د روزنتون چارې د یو خصوصي شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي چې چارې یې و ارزول شوې او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د شرطپاڼې مطابق مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.