بدخشان کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی روان دی

1446/6/29
بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو مخنیوي ټیم یې په فیض اباد ښار کې ښاري تخلفات په نښه او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار دی.
ښاغلی مولوي ولي الله وایي، یوه ودانۍ چې د تېرې شل کلنې دورې په مهال درې پوړه په غیر قانوني توګه پورته شوې وه، اوسمهال بیا پرې د دوه نورو پوړونو لپاره کار روان دی، چې دوی یې د مخنیوي هڅې وکړې.
نوموړی وایي، د یادې ودانۍ مالک یې ور غوښتی، څو یې په اصولو پوه کړي او د ښاري تخلفاتو څخه یې منع کړي او په خبره یې چارې باید د منل شوې نقشې له مخې پر مخ یوړل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت چاته اجازه نه ورکوي چې په خپل سر او د قانون خلاف چارې ترسره کړي.