د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال سره وکتل

۱۴۴۴/۰۴/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محترم ارسلا خان خروټي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې په کور دننه د بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې پروسې په روڼتیا او د وېش په عادلانه او غوره بهیر خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل؛ باید د راستنېدنکو او په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د ژوند کولو او سرپناه زمینه برابره شي، چې په وینا یې د کور او ښار جوړولو وزارت به تر خپلې وسې په دغه برخه کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړي.