په پکتیکا ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۳۵
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۷/۲۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په مرکز ښرنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي رئیس وویل، د یاد جومات په چارو کې تر دې مهاله د تهدابونو  لیول کاري، کندن کاري، کمپکشن، د تهدابونو  په فرش کې د بولډرو اچول، د بولډرو د پاسه د ۱۵۰ مارک بی سیخه کانکریټو اچول، د تهدابونو سیخ بندي او کانکریټ اچونه د ۲۵۰ مارک کانکریټو څخه په استفادې او د دیوالونو لپاره د سنګ کارۍ چارې د نقشې مطابق روانې دي.

د نوموړي په خبره، د تخنیکي ټيم لخوا ځیني ستونزې په نښّ شوې او د قرارادادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې په انجنیري اصولو بابرې تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق په ټاکلي وخت کې تر سره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت