په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
نیمروز

۱۴۴۷/۰۶/۲۷

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د شاهي پایین سیمې د روغتیايي کلینیک د جوړولو پروژې د روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم وایي، د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د کلینیک په ساحه کې یو شمېر مهمې چارې په ښه ډول روانې دي.

ښاغلي رئیس وویل، د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، دا مهال د عامه دروازو رنګ‌مالۍ، د اصلي تعمیر د سنګ‌ کارۍ رنګ‌مالۍ، د ګلدانونو د کرب‌ تیږو رنګ‌مالۍ، د سولر سیسټمونو نصب، د تعمیر دننه د صحي الماریو نصب، او همدارنګه د نارینه  او ښځینه ‌وو لپاره د انتظار خونو د چوکیو نصب روان دی.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کار د لا ښه کیفیت د تأمین په موخه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي مشورې او سپارښتنې هم وړاندې کړې دي.

د دلارام ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک پروژه د سیمې د اوسېدونکو لپاره د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د پراختیا په موخه پلي کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت