د نوي کابل ښار د لومړي فاز د زیربنایي چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۸
د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لومړي فاز د زیربنایي چارو څخه، چې د اوکسین آریانا شرکت له لوري ترسره کېږي، څارنه وکړه.
د څارنې په بهیر کې څرګنده شوه چې د اوبو د ویالو او د سړک د سطحې د کیندنې، د جغل اچونې او ټپک کاري، د اوبو د یالو د اوسپنې بندۍ، د اوبو د یالو د کانکریټي پوښ (سلب) د قالب تړلو، د سرک د ښي لوري د اوبو د ویالو د کف کانکریټ اچونې، د جدولونو او ګلدانونو د نصب، او د کانکریټ د اوبو ورکولو او د شنو ساحو د ساتنې چارې په منظم ډول جریان لري.
یادې چارې د تخنیکي ټیم له لوري په دقت سره وڅارل شوې، او د کیفیت د کنټرول په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې د اوکسین آریانا شرکت مسوولینو ته ورکړل شوې، ترڅو ټولې چارې د منظور شوو شرطپاڼو او تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي ټيم وایي چې د لومړي فاز د پرمختیایي پروژو روان کارونه په دوامداره توګه څارل کېږي، ترڅو د کارونو کیفیت او د پروژې د تطبیق معیارونه په بشپړ ډول تضمین شي.
